ډېر لوستل شوي

د ننګرهار له زندانه لسګونه تنه ازاد او د نورو د بند موده کمه شوه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې مهربانۍ له مخې، د ننګرهار له مرکزي زندان څخه ۱۲۳ بندیان ازاد او د ۳۲۱ نورو د بند موده کمه شوه.
د ننګرهار د ولایتي زندان مسوولینو زیاته کړې، چې په ازادو شویو بندیانو کې ۹۹ تنه نارینه، ۸ ښځې او ۱۶ ماشومان شامل دي.
ورته مهال ازاد شويو زندانيانو د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلی کړی.
یاده دې شي چې تر دې پخوا هم د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د هېواد له بېلابېلو زندانونو لسګونه تنه ازاد شوي وو.

اړوند خبرونه