ډېر لوستل شوي

حقشناس: په هیواد کې د سترو ملي پروژو  کارونه په چټکۍ سره روان دي

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د سړک جوړونې په برخه کې د هیواد په کچه د سترو پروژو کارونه په بېړې سره روان دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن دوشنبه (د مرغومي ۲۵مه) له امید راډیو سره په خبرو کې وويل چې دغه وزارت ته ځینې نیمې بشپړې شوې پروژې له پخوانۍ ادارې څخه په میراث پاتي دي چې دوی یې د بشپړولو هوډ لري.

ښاغلی حقشناس زیاتوي چې د ټولګټو وزارت ژمن دی په هیواد کې د ۵۰ نیمو بشپړو شویو پروژو کارونه بشپړ کړي چې د ځینو یې کارونه تر ۹۰ سلنې پورې بشپړ شوي هم دي.

د ټولګټو وزارت ویاند ټینګار کوي چې وزارت په پام کې لري د کابل ـ کندهار، کابل ـ ننګرهار او د هیواد د نورو لویو لارو دوه اړخیز سړکونه بیاورغوي. وزارت همداشان د هغو لویو لارو د رغولو هوډ هم لري چې له ګاونډیو هیوادونو سره مو نښلوي.

حقشناس وایي چې په تېرو شلو کلونو کې د باروړونکو موټرونو د وزن نه مهار د لویو لارو د  لامل ویجاړېدو لامل کېده.

د  ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس همداراز د باروړونکو موټرو د وزن د مهارولو خبر ورکوي او وایي چې د باروړونکو موټرو د وزن په مهار کې یې هڅې ګړندۍ دي. ښاغلی حقشناس وايي چې د همدې موخې لپاره یې وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د بار وړونکو موټرو د وزن د معلومولو د لوړ وزن تلې فعالې کړي دي. ددې وزارت مسوولان وایي چې له ټاکل شوي وزنه د پورته باروړونکو موټرونو تګ راتګ یې منع اعلان کړی دی.

د دغه وزارت چارواکو له هیوادوالو غوښتي چې د ملي شتمنیو په توګه د سړکونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

کارپوهان په دې باور دي چې سړکونه د ټرانسپورټي بېخبناوو په توګه د هیواد په اقتصادي څرخ کې مهم رول لوبوي. د دوی په خبره، د موټرونو د وزن په څار او یادې موضوع ته د حکومت پاملرنه به له یوې خوا د ټرافیکو نظم خوندي کړي او له بل پلوه به ټرانسپورټي بنسټونه له ويجاړتيا وژغوري.

اړوند خبرونه