ډېر لوستل شوي

په بدخشان کې څه باندې ۱۴ سوه جريبه ځمکې ته بيا کتنه شوې

د بدخشان د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوي د مرکز فيض اباد ښار اړوند د اوومې ناحيې د خمچان دښتې په سيمه کې د ۱ زر ۴۳۰ جريبه ځمکې په اړ بحث او خبرې شوې دي.

ياد پلاوي د ناستې په ترڅ کې پرېکړه کړې، چې د دې ځمکې په تړاو املاکي څېړنې وشي او دوسيه يې تر بشپړېدو وروسته، د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته ولېږل شي. د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند يو شمېر نورې دوسیې تر برسي لاندې نيول شوې او په تړاو يې لازمې پرېکړې هم شوې دي.

اړوند خبرونه