د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې چا د وزارتونو او لویو ادارو سیسټم نه دی هک کړی او دولتي اسناد خوندي دي.
دغه وزارت یادې اوازې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي: ښایي ځیني اسناد چې له بشپړ خوندیتوب برخمن نه و، په یوازې ډول اخېستل شوي وي، چې لا پخوا خلکو ورته لاسرسی درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت ډاډ ورکړی چې د دولتي ادارو ټول سیستمونه خوندي دي او د معلوماتو ملي مرکز (ډېټا سنټر) هم له هر ډول لاسرسي خوندي دی.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې ویل شوي و چې د هکرانو یوې نامالومې ډلې د افغان حکومت د شاوخوا شلو وزارتونو او ادارو اسناد غلا کړي دي.