ډېر لوستل شوي

شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د هیواد په شمال زون کې د ملي دفاع وزارت له اړوند  ٢٠٩ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.

یادو اتو سوو منسوبینو د الفتح قول اردو په ساحوي نظامي مرکز کې درې میاشتنۍ عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړې بشپړې کړې او چوپړ ته وړاندې شول.

 ملي دفاع وزارت په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې دې اتو سوو تنو مجاهدینو تازه خپله ښوونیزه دوره بشپړه کړې او د هیواد چوپړ ته وړاندې شوي دي. په دې مراسمو کې مسوولانو تازه فارغوشویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ مهمې سپارښتنې وکړې. مسوولینو تازه دمو مجاهدینو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د اسلام مبین دین د ساتنې په خاطر روزل شوي یاست او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو پر ساتنه مکلف یئ.

د یادې غونډې په پای کې ۶۵ تنو منسوبینو ته د فضیلت پګړۍ هم وروتړل شوې او فارغو منسوبینو بېلابېل پوځي نمایشونه نندارې ته وړاندې کړل.

ملي دفاع وزارت په یوه بل خبر کې ویلي چې نن دوشنبه د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د دوه مسلکي ښوونځيو له بیلابیلو څانګو څخه ۶۷ تنه فارغ شوي دي.

اړوند خبرونه