د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني د نوي کابل ښار د لومړي فاز الف پارسل پراختيايي پلان ويزه کړ.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه پلان تر ويزه کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د دې ښار د لومړي فاز الف پارسل چارې لا پراخه او ګړندۍ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په دې خبرپاڼه کې ډاډ څرګند کړی، چې په اوسني کابل ښار کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او هېوادوالو ته د معیاري ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د نوي کابل ښار چارې چټکې کړي.
د معلوماتو له مخې، نوی کابل ښار چې د اوسني کابل ښار بديل او په شاوخوا ۳ سوه او ۷۰ زره جريبه ځمکه جوړېږي، چارې به يې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.