د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د هغو ۲۲۰۰ د مالټو د نیالګیو مخه نیولې چې په یوه هینو موټر کې افغانستان ته واردېدل.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي چې اوسمهال ننګرهار کې په کافي اندازه د نیالګیو روزنځایونه او د ننګرهار اقلیمي شرایطو سره برابر د مالټو بېلابېل نیالګي شته، نو اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو یې بوټي وارد کړو.
ښاغلي محسن همدارنګه ویلي چې له دې بېکاره بوټو سره هېواد کې شته بوټو ته ناروغۍ لېږدول کیږي او د بڼوالۍ سکټور هم زیانمنیږي.
یاده دې شي چې تر دې دمخه هم د پاکستان له خوا د خوراکي او نورو بېکاره توکو د واردېدو مخنیوی شوی.