د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د دویمې پلې ابوعبیده بن جراح «رض» لواء د کشفي او استخباراتي منسوبینو له لوري د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تخار، د فرخار ولسوالۍ په خرماب کلي کې ګڼ شمېر بېلابېلې وسلې او مهمات نیول شوي دي.
نیول شویو مهماتو کې ۶ د هاوان سرګلولې، ۵۲ نارنجک انداز، ۶ بکسې د روسي دهشکې مرمۍ، ۲ د ۸۲ مليمتري روسي مرمۍ، ۵ د پرسونل ضد ماینونه، ۱۸ بکسې د روسي پیکا مرمۍ، ۲۱ د هاوان مرمۍ، ۹ د راکټ سوق مرمۍ، ۱ د راکټ مرمۍ، ۱ غیر فعال د ورځې دوربین، او ۲ میله روسي کلاشنکوفونه شامل دي.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې ددې مهماتو په تړاو یو تورن له سیمې تښتېدلی؛ خو د استخباراتي او کشفي ارګانونو تر څار لاندې دی.