ډېر لوستل شوي

هلمند کې لسګونه زیانمن پوځي وسایط د بیاګټې اخیستنې وړ ګرځېدلي

د هلمند د مقام دفتر ویلي چې ۲۱۵ عزم قول اردو په دویمې پلې منصوري لواء کې د تخنیک آمریت د مسلکي پرسونل په هڅو په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵ بیلابیل پوځي وسایط تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

په دغو وسایطو کې ۳۰ رينجر، ۱۷ هاموې ټانګونه، ۱۳ انټرنیشنل، ۳ هاموې امبولانس او ۲ کرینګ شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د يادې لواء په ورکشاپونو کې زیات شمیر پوځي وسايط بیارغېدلي وو.

اړوند خبرونه