د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې نن مخکې له غرمې د ياد وزارت په دروازه کې يو بريدګر هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.
ياده دې شي، چې دغه بريدګر د ياد وزارت د ساتونکو مجاهدينو له لوري په نښه او له منځه وړل شوی دی. د کور او ښار جوړولو وزارت د خبر له مخې، د پېښې له امله چاودنه شوې چې يو کس شهيد او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.