ډېر لوستل شوي

د افغانستان پرمختګ مسلکي اشخاصو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري

د ازموینو ملي ادارې سرپرست شيخ عبدالباقي حقاني د ملکي هوا نوردۍ په انسټېټيوټ کې د محصلينو په فراغت غونډه کې وايي، چې د اسلامي نظام ساتنه مسلکي اشخاصو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتيا لري.

ښاغلي حقاني په افغانستان کې تېر څو ځلې اشغال ته په اشارې سره ويلي، چې د پرمختللو وسايلو کمښت او له دغو وسايلو سره نه بلديت هغه لاملونه دي، چې افغانستان يې لا هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست ټينګار کړی، چې د بېلابېلو علمي فرصتونو په رامنځته کيدو سره بايد له شته ننګونو ځان وژغورو. ياده دې شي، چې د هوا نوردۍ انسټېټيوټ څخه ۷۷ محصلین د دوه کلنې دورې بشپړولو وروسته د هوایي ترافیک او هوایي ټکنالوژۍ په برخو کې د فراغت سندونه هم ترلاسه کړي دي.

اړوند خبرونه