باوري سرچینو امید راډيو ته منلې، چې ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
دا نښته نن له غرمې وروسته د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوې چې پاکستاني لوري پر افغان امنیتي پوستو برید وکړ او افغان ځواکونو د خپل ځان د دفاع په موخه جګړه پيل کړه.
یادې سرچینې لا نه ده روښانه کړې چې دې نښتې څومره وخت دوام کړی او له دواړو لورو څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.