ډېر لوستل شوي

پارون کې وسلې نیول شوي

د نورستان د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په منډول ولسوالۍ کې یې نهه میله هنګري څاخ کلاشینکوفونه نیولي دي.
مسولینو ویلي دغه کلاشینکوفونه د عملیاتو په پایله کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د امنیه قومندانۍ مسولینو نه په ډاګه کړې چې دا وسلې د کومې موخې لپاره دې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوې وې او نه یې هم ددې وسلو د تورنو کسانو په تړاو څه ویلي.

اړوند خبرونه