پکتیکا کې سیمه ییزو سرچینو امید راډیو ته ویلي چې پاکستانیو الوتکو ددې ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي برید نه دی ترسره کړی او د یاد برید په تړاو اوازې بې بنسټه دي.
ویل کیږي چې دا برید د ډیورنډ فرضي کرښې اخوا شمالي او جنوبي وزیرستان کې پر ملکي وګړو شوی دی.
د لومړنیو مالوماتو له مخې دې بریدونو کې لسګونه مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ژوند بایللی دی.
ددې برید د ځاني او مالي زیانونو په تړاو لا هم دقیق ارقام نه دي په ډاګه شوي.