د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د سره صليب نړيوالي کمېټې له عمومي رييس پير کراهنبول سره کتلي دي.
د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې ناسته کې د بشري مرستو په پراختيا ژمنه شوې ده.
په دې ناسته کې ښاغلي متقي په افغانستان کې د سره صليب فعاليتونه د مننې وړ بللي او غوښتنه يې کړې، چې ياده کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک معلومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.
ياده دې شي، په ترسره شوې ناسته کې د يادې کمېټې عمومي رييس ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د یادې کمېټې فعالیتونه د لسیزو راهیسې دوام لري، چې پکې روغتیایي خدمتونه، د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو برابرول، د بندي افغانانو ملاتړ، د جګړې د قربانیانو لاسنیوی او نور بشردوستانه فعاليتونه شامل دي.