د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې له رييسې دانيه الشريف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، چې په دې کتنه کې دواړو لوريو په افغانستان کې د دې ټولنې د کاري پروژو په تړاو خبرې کړې دي.
د کډوالو چارو مسلکي مرستيال په دې ناسته کې د دغه بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو په برخه کې د لا ډېرو پروژو همکاريو غوښتنه کړې ده.
د ډنمارک د کډوالو ټولنې رييسې له حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې د پروژو د پليکېدو ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د دوی موخه کډوالو ته چوپړتياوې برابرول دي.
ياده دې شي، چې نوموړې په راتلونکي کې د بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او کډوالو ته د مرستو په وړاندې کولو کې د لا پاملرنې ژمنه هم کړې ده.
د ډنمارک د کډوالو ټولنه له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې فعال دی او د بېوزله او بېځایه شویو خلکو لپاره د ژوند اسانتیاوو، سرپناه، د کار زمینو، او بشري مرستو د برابرولو په برخو کې کار کوي