ډېر لوستل شوي

هرات کې یوه مېرمن له ۹ کلن کورني بنده ازاده شوې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اوريدلو وزارت وايي، چې په هرات کې يوه مېرمن له کورني بنده ازاده شوې ده.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه مېرمن د هرات ولايت د محستبينو په هڅو چې د ۹ کلن بند ترڅنګ د خپل خاوند له لوري شکنجه شوې هم وه، ژغورل شوې ده.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اوريدلو وزارت زیاته کړې، چې د دې مېرمنې خاوند شرعي محکمې ته ورپېژندل شوی دی.

ياده دې شي، چې تر دې وړاندې هم د دې وزارت د محتسبينو په هڅو بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر ښځې له کورنيو زندانونو څخه ازادې شوې دي.

اړوند خبرونه