ياد وزارت وايي، چې دغه ناسته د راستنېدونکو چارو رييس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ د ملګرو ملتونو د معاونيت پلاوي د تل پاتې حل لارو له لوړپوړې مشاورې فرحانه ستاکر ترمنځ شوې ده.
د ياد معاونيت مشاورې د دې ناستې موخه د کډوالو لپاره په څلورو ولايتونو کې د ښارګوټو جوړول ښودلي دي.
نوموړې د دې برنامې د لا ښې پليکېدو په پار د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د تخنیکي ناستو غوښتنه کړې ده.