مالي چارو کې سایبري امنیت کنفرانس کې ګډون؛ افغان پلاوی یکاترینبورګ ښار ته روان شو
د افغانستان بانک د ټولو ريیس (مالي چارو کې د سایبري امنیت) نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په ملتیا د روسیې فدراسیون یکاترینبورګ ښار ته روان شوی دی.
یاد کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي سکتور استازي، متخصصین او څېړونکي برخه اخلي، ترڅو د مالي امنیت، عصري بانکوالۍ سیستمونو او د سایبري ګواښونو پر ضد د اغېزمنو تدابیرو په اړه بحثونه وکړي.
په دې کنفرانس کې به د سایبري بریدونو پر وړاندې د مقاومت ځواک لوړولو، د ډیجیټل بانکوالۍ ساتنې او د نوي ټکنالوژیو د امنیتي چوکاټونو پر پراختیا خبرې وشي.
د افغانستان بانک مسوولینو ویلي چې د افغان پلاوي د ګډون تمه سایبري امنیت برخه کې د نویو تجربو ترلاسه کول او د هېواد بانکي سکټور د ساتنې په موخه تدابیر غښتلي کول دي.
ویل کیږي چې دا کنفرانس به راتلونکې سه شنبه پیل او پنجشنبه به پای ته ورسیږي.