ډېر لوستل شوي

د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي د افغانستان د قانون جوړونې بهير په تړاو د معلوماتو غوښته کړې

د عدليې وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالکريم حيدر د اسلامي همکاريو سازمان د طارق علي بخيت په مشري يوه پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دغه پلاوي د اسلامي امارت د قانون جوړونې بهير په تړاو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د عدليې وزارت وياند قاري برکت‌الله رسولي ويلي، قوانین د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او په ټولنيزو مسایلو کې د حنفي فقهې د معتبرو سرچینو په بنسټ تسوید، تدقیق او نهايي کېږي.

د ياد وزارت مسلکي مرستيال په دې ناسته کې ويلي، چې لویدیځې رسنۍ د افغانستان برعکس او غیرواقعي انځور وړاندې کوي او له بده مرغه، نړیوال هم د هماغه انځور پر بنسټ قضاوت کوي.

د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي ژمنه کړې، چې افغانستان ته د سفر راپور به د سازمان غړو هېوادونو ته وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي تېر ماښام د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره هم لیدنه کړې ده.

اړوند خبرونه