ډېر لوستل شوي

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز د دوو اېم‌ای ـ۱۷ د ترميم له چارو څارنه کړې

د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز قاري محمد فصيح‌الدين فطرت نن د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندانۍ له بېلابېلو برخو ليدنه کړې ده.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې ښاغلي فطرت د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې د عمومي قوماندان په ملتيا د دې قوماندانۍ د دوو “اېم‌ای ـ ۱۷” د ترميم بهير له چارو څارنه هم کړې ده.

ياده دې شي، چې د ملي دفاع وزارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز د هېواد د هوايي ځواکونو د منسوبينو او تخنيکي پرسونل هڅې، چې بېلابېلې الوتکې ترميم او بيا ځلې پرواز ته چمتو کړې، د ستايلو وړ بللې دي. د يادونې وړ ده، چې دا هڅې د افغان هوايي ځواک د بیا احیا، پیاوړتیا او د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د هېواد د تخنیکي او نظامي منسوبینو په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو عملي کېږي.

اړوند خبرونه