د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخند له لوري د سوريې د نوي انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع ته د نوموړي د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې ده.
ورته وخت کې دې پیغام کې نوموړي ته د مبارکۍ تر څنګ د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د قابو کولو او برياليتوب دعاګانې شوي دي.
ریيس الوزراء په دې ليک کې د دواړو وروڼو هيوادونو تر منځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو هيله ښودلې ده.
د سوریې نوي حکومت پر رسمي اېکس پاڼه په یوه پیغام کې هم ویل شوي چې رییس الوزرا د افغانستان او سوريې د ولسونو ترمنځ په داسې توګه د اړيکو د پياوړي کېدو تمه ښودلې، چې د دواړو ملتونو ګټې پکې په پام کې ونيول شي. یاده دې شي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د سوریي نوي مشر احمد الشرع سره ټلیفوني خبرې کړې وې او مبارکۍ تر څنګ یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې وې.