د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د کندهار، زابل، روزګان، غور، دایکنډي، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بامیان، غزني، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو لپاره شوې ده.
دې خبرپاڼې کې همداراز، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۳۵) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
بل پلو، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد ځینو برخو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د زیاتېدو اټکل کړی دی.
یاده دې شي چې په روانې کب میاشت کې به هېواد د ګڼ ورښتونو شاهد وي.