د غزني په مرکز، قره باغ او ګیلان ولسوالیو کې ۶ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي.
د قره باغ ولسوالۍ د سورکې په سیمه کې پرون ورځ او تېره شپه ۳ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چي له امله یې یو ښځه ټپې شوې ده.
بله ټرافیکي پېښه د ګیلان ولسوالۍ پښ کندي ته څېرمه د یوه بار وړونکي موټر او موټرسایکل تر منځ رامنځته شوې چې موټرسايکل چلوونکي پکې خپل ژوند بایللی.
ورته وخت کې د غزني ښار درېيمي امنیتي حوزې ته نږدې او روضې کوتل ته څېرمه دوو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه ټپیان شول. د غزني امنیه قومندانۍ ویلي چې مسوولینو پر وخت یادو سیمو ته رسېدنه کړې او ټپیان یې روغتونونو ته رسولي دي.