ډېر لوستل شوي

تورخم د هر ډول تګ ـ راتګ پر مخ وتړل شوه

د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې تېره شپه د تورخم لار د پاکستاني مسوولينو له لوري د هر ډول تګ ـ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

ښاغلي حکمت د دغې لارې د تړلو لامل د افغان ځواکونو نويو پوستو او تأسيساتو جوړول ښودلي دي.

د مسوولينو په وينا، هڅه کوي چې له ډيپلوماټيکو لارو يادې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي. ياده دې شي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان لوری د تورخم لارې په تړلو سره خلکو ته سرخوږی جوړوي.

اړوند خبرونه