ډېر لوستل شوي

ملا برادر تاشکند کې د افغانستان له سفارت کتنه کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، تاشکند کې د افغانستان سفارت له نوې ودانۍ څخه کتنه کړې او مسوولینو ته یې یو لړ سپارښتنې کړي دي.

ازبکستان لپاره د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر تاشکند کې د افغان سفارت په تړاو ویلي چې د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته ازبکستان کې مېشتو افغانانو ته ګڼ چوپړونه وړاندې شوي او د افغان کډوالو ډېری ستونزې هواري شوي دي.

بلخوا ملا عبدالغني برادر اخوند د هېوادوالو چوپړ د اسلامي امارت اساسي موخه بللې او له مسولینو یې غوښتي، چې د افغانانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

یاده دې شي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی وړمه ورځ د کابینې د یو شمېر سرپرست وزیرانو په  ملتیا تاشکند ته تللی دی.

اړوند خبرونه