ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اذربايجان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا ټينګار شوی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دکتور محمد نعيم د اذربايجان له سفير الهام محمدوف سره کتلي دي.

د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا‌ءاحمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان او اذربايجان ترمنځ د دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي او کلتوري همکاريو په پراختيا خبرې شوې دي.

د دې وزارت مالي او اداري مرستيال د “کوپ۲۹” غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربايجان له همکاريو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې اړيکې مهمې بللې دي.

ياده دې شي، چې د دې ناستې په ترڅ کې د اذربايجان سفير د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه