ډېر لوستل شوي

د عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو زده کړو له قومندانۍ لسګونه تنه فارغ شوي

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د جګړه ییز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه فارغ کړي دي.

د یادو لسګونو منسوبینو په فراغت‌غونډه کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ییز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادر عبیده د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله مزمل او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.

مولوي مدني دې فارغینو ته په وینا کې وویل: “پوځیان باید فکري او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه یوازې ښه روزل شوي ځواکونه کولی شي د هر ډول شرایطو پر وړاندې مقابله وکړي او بریا خپله کړي.”

دغو منسوبینو ډاډ ښودلی چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به ساتنه کوي.

اړوند خبرونه