ډېر لوستل شوي

سالنګ لویه لاره د ډېرې واورې په سبب تړل شوې

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د سالنګ لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی دی.

دا لویه لاره د تېرې شپې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلي حق‌شناس ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي، د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ په پار پرانیزي.

یاده دې شي چې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل کړی دی.

اړوند خبرونه