۲۱۵ عزم قولاردو د هلمند ولايت په کجکي ولسوالي کې د سېلابونو په اوبو کې بند پاتې هېوادوالو له ژغورنې خبر ورکړی دی.
يادې قولاردو په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې دغه هېوادوال د دويمې پلي منصوري لواء د دويم کنډک ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي.
ياده دې شي، چې په دې لړ کې منصوري لواء ځواکونو د عامو هېوادوالو دوه موټرې، چې په اوبو کې بندې پاتې وې راېستلي دي. د ملي دفاع وزارت ځواکونه نه يوازې د هېواد دفاع کوي؛ بلکې د ولس د خدمت لپاره یې هم هر وخت خپل چمتووالی ښودلی دی.