د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په موسی کلا، ګرشک او باباجي ولسوالیو کې د درنو ورښتونو له کبله د ۳ تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ عبد الباري راشد ویلي، چې نن(سه شنبه، کب اوومه) موسی کلا کې یو ۱۶ کلن ځوان د اوبو د مسیر بدلونې پر مهال اوبو وړی. همدارنګه په ګرشک کې یو سپین ږیری د چتنړېدنې پېښه کې ژوند بایللی او همدارنګه باباجي ولسوالۍ کې پر یوه کور تندر لوېدلی چې یوه ښځه پکې شهیده شوې ده.
ویل کیږي چې هلمند کې د روان کال په لړ کې دا لومړۍ پېښې دي چې مرګ ژوبله لري.