د فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحی سباوون امید راډیو ته منلې چې فراه کې د ۳ کورنیو غړي سېلاب لاهو کړي او شاوخوا ۲۶ تنه یې مړه او ټپیان کړي دي.
ښاغلي سباوون زیاته کړې چې نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د ۳ کورنیو غړي د چکر په تکل غره ته تللي وو چې سېلاب کې ایسار شوي او د ۵ ټپیانو په ګډون یې ۲۱ تنه شهیدان کړي دي.
په مړو او ټپیانو کې نارینه، مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.
وخت کې د فراه د امنیه قوماندانۍ مسوولینو هم ددې پېښې پخلی کړی او په وینا یې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د ټپیانو او جسدونو لېږد کې یې همکاري کړې ده.