ډېر لوستل شوي

پکتیا – کابل لویه لاره تړل شوې

د پکتیا امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې د پکتیا – کابل لویه لاره د تېرې کوتل سیمه کې د ډېرې واورې ورېدو په سبب تړل شوې ده.

د مسوولینو له قوله، د واورو کوچونه سړک ته راښویېدلي او همداشان سټو کنډو کې یو ټرېلر موټر چپه  شوی او لاره یې بنده کړې ده.

امینه قومندانۍ وړاندې ویلي: د ټرافیکو مسوولـین او امنـیتي ځواکونه د دې ولایت له نورو مسوولو ادارو سره په ګډه همغږي کوي ترڅو یاده لار ژر تر ژره د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

اړوند خبرونه