ډېر لوستل شوي

د سالنګونو لويه لار د مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانېستل شوه

د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لويه لار د مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانېستل شوه.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې دغه لار تېره شپه د سختې واورې ورښت، طوفان او د ليد ساحي د کمښت له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، بيا ځلې د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه. ياده دې شي، چې په سالنګونو کې د واورې د بیا ورښت او طوفان اټکل شوی او یاده لویه لار به د هېوادوالو د مالي او ځاني زیان د مخنیوي په موخه د واورې ورښت له پيلېدو سره ممکن بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شي.

اړوند خبرونه