د نورستان د مقام رسنيز دفتر ددې ولایت د نورګرام او دوآب ولسوالۍ پر عمومي لارې د یوه موټر د چپه کېدو خبر ورکړی دی.
دا پېښه نن رامنځته شوې چې یو ماشوم پکې مړ او ۸ کسه نور ټپیان دي.
ویل کیږي چې د پېښې ځای ته مسوولین پر وخت رسېدلی او ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکز ته وړي دي. د نورستان والي قاري زين العابدين عابد پر ياده پېښه خواشيني ښودلې او د روغتون مسوولينو ته يې دنده سپارلې چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت ته پوره پاملرنه وکړي.