د کور او ښار جوړولو وزارت په کونړ کې د ښاری سرغړونو له مخنيوي خبر ورکړی دی.
له ښاري سرغړونو د مخنيوي رياست رييس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، په اسعداباد ښار کې د ښاري سرغړونو مخنيوي ټيم له لوري د يو شمېر غيرقانوني هټۍيو له جوړېدو مخنيوی وشو.
د کور او ښار جوړولو وزارت په خپلو ټولو پلانونو کې د ژوند په تړاو ټولو فعالیتونو لپاره د معیار له مخې ځایونه مشخص کوي او باید په هماغه ځایونو کې مشخص شوي فعالیتونه ترسره شي.