ډېر لوستل شوي

د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانېستې ده

دا چې د سالنګونو په شمول د هېواد په څو ولايتونو کې د واورې ورښت دی؛ نو بيا هم د سالنګونو لويه لار د مسافروړونکو موټرو پر مخ له دواړو خواو پرانېستې ساتل شوې ده.

د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس د اميد راډيو په “خلکو غږ” خپرونه کې ويلي، چې ياده لويه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ له دواړو خواو پرانېستې او باروړونکي موټر يوازې له شمال څخه د جنوب په لور تګ کولی شي.

ياده دې وي، چې نوموړي د سالنګونو په سيمه کې د واورې ورښت تر ۴۰ ساتنې مترو پورې ښودلی دی.

اړوند خبرونه