په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني او ورسره مل پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس محمد رضا بهرامي سره کتلي دي.
ياد سفارت ويلي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو پرمختګونو، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او د ډیپلوماټيکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په ايران کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د دې ناستې په ترڅ کې د ګډو همکاریو د بهیر پر چټکتیا هم ټينګار شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان او ايران نه يوازې ګډه پوله لري؛ بلکي دواړه هېوادونه ته اوږدمهاله تاریخي، کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکو ځانګړی ارزښت ورکړی دی.

