ډېر لوستل شوي

د ۲۱۷ عمري او ۲۰۷ الفاروق کنډکونو څخه ۱۳۰۰ تنه د اسلامي ملي اردو منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي چې د ۲۱۷ عمري او ۲۰۷ الفارق قول اردو له روزنیزو کورسونو څخه سلګونه تنه سرتېري فارغ او چوپړ ته وړاندې شول.

دغه وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د دغه شمېر منسوبینو مراسم پرون (شنبه د زمري په ۳۰ مه) د هیواد په لوېدیځ او شمال ختیځ زونونو کې ترسره شول.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ۸۳۰ تنه ځوان منسوبین یوازې د هرات د ۲۰۷ الفارق قول اردو له نظامي، عقیدوي او مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت مسوولین زیاتوي چې د هیواد په شمال ختیځ زون کې هم ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین له ۲۱۷ عمري قول اردو فارغ او د بري سندونه یې ترلاسه کړل.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د ملي اردو ګڼ ځوان منسوبین د دفاع وزارت له بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو فارغ او د هیواد چوپړ ته وړاندې شوي.

اړوند خبرونه