ډېر لوستل شوي

هلمند کې د نشه یي توکو دوه پلورونکي نیول شوي

د هلمند د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې تیره ورځ ددې ولايت مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کي د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبینو له لوري دوه تنه د ټابليټ کا او ټابيلین ګولیو سره لاس په لاس نیول شوي دي.
له یادو کسانو امنیتي ځواکونو ۵۰۰ دانې ټابلېټ کا او ۲۰۰۰ دانې ټابيلین ګولۍ ترلاسه کړي دي.
ویل کیږي چې یاد کسان تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي او اړوندو ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

اړوند خبرونه