د زابل د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې یې د روان کال په لړ کې د ۱۳۱ هغه مېرمنو او نجونو د نکاح ګانو مخنیوی کړی چې په زور او یا په بدو کې ورکول کېدې.
د یاد ریاست رییس ویلي، چې د زابل په مرکز کلات او ولسوالیو کې د ۱۲۰ جبري ودونو او په بدو کې د ۱۱ ښځو د ورکړې مخنیوی شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د ښځو د میراث ۱۴ قضیې او ۵۸ د روغې جوړې قضیې هم حل شوې دي. د راپور له مخې، د ۱۴۰۳ کال په جریان کې ۱۰۳ شکایتونه ثبت شوي، چې له ډلې ۴۲ یې حل شوي، ۳۳ یې قضايي ارګانونو ته سپارل شوي، ۲۲ یې رد شوي او ۴ نور یې تر څېړنې لاندې دي.