د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت نظامي مرستيال شیخ سعيد احمد شهيدخيل ويلي، چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو پر دې اعتراف کړی، چې اقتصاد او بانکولۍ دې له اسلامي امارت څخه زدهکړل شي.
ښاغلي شهيدخيل نن په کابل کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې زياته کړې، اسلامي امارت سربېره پر دې چې په اقتصادي بنديزونو کې دی؛ خو د افغانۍ ارزښت يې په ښه توګه ساتلی دی. نظامي مرستيال دغه راز په دې ناسته کې د ښاروالۍ کړنو ته په اشارې سره ويلي، چې د اسلامي امارت مسوولينو په کمو امکاناتو لویې چارې ترسره کړې دي.