د زابل په شملزو کې یوه مېرمن له ۶ کلن کورني زندانه ازاده شوې ده.
دشـملزو ولسوالۍ آمر د محتسبينو او علماء کرامو په ملتــيا دا مېرمن له بنده ازاده کړې ده.
ویل کیږي چې پر دې مېرمن تېرو شپږو کلونو کې خسر او خواښۍ ډول ډول ظلمونه کړي وو.
ویل کیږي چې یاده مېرمنه د خلع په بدل کې له ظلمونو ازاده شوه.