د ۲۱۵ عزم قول اردو د ۱۰۲ تنه د “ZU23” توپچي وسلې له عملي او نظري زدهکړو له فراغت خبر ورکړی دی.
ياده قول اردو وايي، چې دغه ۱۰۲ تنه د دې قول اردو د سرحدي محمدي لواء د توپچي امريت له لوري د “ZU23” توپچي وسلې له لس ورځني عملي او نظري زدهکړو وروسته فارغ شوي دي. ياده دې وي، چي تردې وړاندې هم لسګونه کسان د يادې لواء د توپچی امريت له خوا د “ډيسي” توپ او نورو درنو وسلو له عملي او نظري زدهکړو فارغ شوي دي.