ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع له پوهنتونه ۷۶ ځوان منسوبين د مسلکي او پوځي زده‌کړو فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د حضرت ابوعبیده بن جراح “رض” ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه د قوماندانيت او قرارګاهي اکاډمۍ له شپږ اونيزه مسلکي او پوځي زده‌کړو ۷۶ ځوان منسوبين فارغ شوي دي.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې فراغت په مراسمو کې مسوولينو فارغو شويو کسانو ته سپارښتنې کړې، چې د خپل اسلامي نظام د ساتلو لپاره په هره برخه کې علم حاصل کړئ او د خپلو امرانو اطاعت وکړئ.

په دې مراسمو کې د يادې اکاډمۍ د قوماندان عبدالناصر په ګډون ګڼو منسوبينو ګډون کړی وو. د يادونې وړ ده، چې د غونډې په ترڅ کې نویو فارغانو ته بری لیکونو هم ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه