د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې تورخم دروازه له یوولسو ورځو وروسته د سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امید راډیو ته وویل چې تورخم دروازه نن سهار (د سلواغې په ۳مه) بېرته پرانیستل شوې ده.
له بل پلو د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار حکمت هم ځینو رسنیو ته منلې چې د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.
د تورخم ټرانزیټي دروازه یوولس ورځې د باروړونکو موټرو او هر ډول پلیو پرمخ وتړل شوه. پاکستاني لوري غوښتنه کوله چې د باروړونکو موټرو چلوونکي او له دې لارې هر اوښتونکی تن باید ویزه او پاسپورټ ولري.
افغان لوري په ځوابي اقدام کې له پاکستانه د رااوښتونکو باروړونکو موټرو پر مخ ټرانزیټي لارې وتړلې او د اسلام اباد ـ منځنۍ اسیا تر منځ یې سوداګریزه اړیکه غوڅه کړه.
پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرس ټربیون څو ورځې وړاندې ویلي و چې افغان چارواکو پر پاکستانیو باروړونکو موټرو لاره تړلې او اجازه نه ورکوي چې پاکستاني موټر د منځنۍ اسیا هیوادونو ته خپل مالونه ولېږدوي.