د غزني د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په زنخان ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته کلن زورزیاتي وژغورل شوه.
ویل کیږي چې دا ښځه به د خسر له خوا وهل او ربړول کېده.
ریاست ویلي چې ددې ښځې خسر ته د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوی ورکړی شوی دی.
یاد شخص په خپلو تېرو کړو پښېماني ښودلې او ژمنه یې کړې چې له مېرمنو سره به زورزیاتی نه کوي.