ډېر لوستل شوي

پر ټوېټر پراخ سایبري برید شوی

د اېکس(پخواني ټوېټر) شبکې مشر اېلن ماسک ویلي چې پر دې شبکې پراخ سایبري برید ترسره شوی دی.

ویل کیږي چې ددې شبکې کاروونکو د لسو ساعتونو لپاره په ټوله نړۍ کې پوسټ او فعالیت نه شوی کولی.

تراوسه پر دې شبکې د پراخ سایبري برید په تړاو څه نه دي ویل شوي.

یاده دې شي چې اېلن ماسک د اېکس له پېرلو وروسته ګڼ مشکوک کسان له دندې ګوښه کړي دي.

اړوند خبرونه