د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چارواکي وايي، چې د اسلامي ملي اردو منسوبینو د غور ولایت اړوند سيمه کې یوه اندازه وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومانداني وايي، په دې وسلو کې یو ۷۵ روسي دوربین، یو د ورځې دوربین، یو میل M4، یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، یو میل ، AGS، یوه پایه د ثریا مخابراتي اله، دوه توپچې شاملي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلې او تجهیزات د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اړوند سيمه کې کشف او ضبط شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، يادې وسلې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دويمې لوا کشفي منسوبینو د دې ولايت له استخباراتو سره په همغږۍ ترلاسه کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.