د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت نن (شنبه، کب ۲۵مه) د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسيم تړون له لاسليک څخه هرکلی کړی دی.
د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياءاحمد تکل د خبرپاڼې په خبرولو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سيمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پياوړتيا په لور يو مثبت ګام بللی دی.
په دې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې اسلامي امارت تل د سولې، تفاهم او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري، چې دغه تړون به په منځنۍ آسيا کې د تلپاتې سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.